
ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د اطلاعاتو وزیر د ایران له اسلامي جمهوريت سره د دوه اړخيزو مناسباتو د ورځ تر بلې په پياوړتیا خوښي وښودله او وې وئیل؛ چې د دواړو هېوادونو ترمینځ د میډیا له لارې د ملګرتیا د پر پراختیا لپاره یوه ښه او رغنده فضا رامنځته شوې ده.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په اسلام اباد کې د پاکستان د سفیر او په پاکستان کې د ایران د رسندوئي پلاوي په شتون سره په یو لړ څرګندونو کې ووئیل؛دملتونو د راشه دیرشه پراختیا ، هوساینه او سیمه ایز ثبات د ایران او پاکستان ګډ لرلید دی. هغه ووئیل، په دغو دستورو کې چې چې د پاکستان پی ټي وي او د ایران د صدا و سیما ترمینځ د ملګرتیا دتفاهم لیک پکې لاسلیک شو ، چې په دې کې د دوو وروڼو او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د رسندوئي ملګرتیا ؤ د پراختیا لپاره یو ه رغنده فضا برابره شوې ده .
عطاا... تارړ ټينګار وکړ، د ایران او پاکستان ملتونو په اوږدمهاله او پرله پسې کلونو کې ثابته کړې ده چې لوړو بریاؤ ته په رسیدا کې مقاوم او کلک هوډ لرونکي دي.په دې ډیر خوښ یوو چې له ایران سره دمونږ دوستانه اړیکې د وخت په تیریدا سره لازیاتې پياوړي کیږي.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i166780